Home » ICAN Latest » جګړه له خپل ځان سره: په افغانستان کې د رواني/اروایي روغتیایي بحران پر وړاندې د ښځینه سوله پالو غبرګون

جګړه له خپل ځان سره: په افغانستان کې د رواني/اروایي روغتیایي بحران پر وړاندې د ښځینه سوله پالو غبرګون

[خلک] لا هم ځانونه خوندي نه ګڼي؛ دوی  د خپلې خوښې ځایونو ته نه شي تللی، ځکه دوی ذهناً د خطر احساس کوي.” 

افغانستان له یوه ډېر پېچلي اروایي/رواني روغتیايي حالت سره مخ دی چې دا حالت د هېواد له ناامنۍ، سیاسي ګډوډۍ او اقتصادي ستونزو سره تړلی او لا یې دا ستونزې زیاتې کړي دي. د افغان ښځو په مشرۍ سوله‌پالې ادارې کولی شي د خلکو روغتیا او هوساینې ته پاملرنه وکړي، ځکه د دوی کار د ښځو اړتیاوو ته په پاملرنه ترسره کیږي، له کلتوري حساسیتونو سره سمون لري او د ټروما په معلوماتو باندې متکي (trauma-informed) تګلارې دي. دا ادارې اساسي خدمتونه وړاندې کوي، خلکو ته مهارتونه ورزده کوي او کلتوري دودونه او جنسیتي اړخونه تر پوښښ لاندې نیسي. 
دا ځانګړې څېړنه (case study) ښيي چې څرنګه اروایي/رواني ناروغۍ په افغانستان کې زیاتې شوې دي، دا ستونزه د جنسیت او کلتوري پلوه څه رنګ ده او د افغان ښځو په مشرۍ سوله پالې ادارې دا ستونزې څنګه حلوي. د دې څېړنې څېړونکو/لیکوالانو د افغان ښځو په مشرۍ له دغو سوله‌پالو ادارو سره مرکې کړي، له متخصصینو سره یې خبرې کړې دي او د پروژو اسناد او راپورونه یې هم کتلي دي یعنې دا څېړنه هم ساحوي او هم په کتابتوني موادو باندې ترسره شوې ده. 
دا ځانګړې څېړنه د هغو راپورونو د لړۍ یوه برخه ده چې غواړي د افغان ښځینه سوله‌پالو کارونه مستند کړي، تر څو د دوی نوښت، زغم او په ټولنه یې شته اغېزې له یاده ونه ویستل شي او نور خلک هم ورڅخه زده کړه وکړي. 
تاسو کولای شئ چې د دې لړۍ نورې څېړنې دلته ولولئ.